کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوه افغان کډواله د استرالیا سنا مجلس ته لاره وموندله

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 30 جوزا 1401 ساعت 16:06

د اسټرالیا د رسنیو د راپور له مخې د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه یوه کډواله مېرمن "فاطمه پیمان" د استرالیا سنا ته لاره وموندله.


آوا، د استرالیا د رسنیو د معلوماتو له مخې، ۲۷ کلنه فاطمه پیمان د استرالیا د لویدیځ د پرت اوسیدونکې لومړنۍ حجابه لرونکې مسلمانه میرمن ده چې مشرانو جرګې ته لاره پیدا کړي.
 
انتوني البانیزی؛ د استرالیا نوي لومړي وزیر په ټویټر کې د مشرانو جرګې لپاره د کارګر ګوند غړي فاطمې پیمان ته مبارکي ویلې ده.
 
د استرالیا د ټاکنو کمیسیون نن د پناه غوښتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپله ټاکنې اعلان کړې.
فاطمه اته کلنه وه چې له خپلې مور او کوچنیو وروڼو سره اسټرالیا ته وراغلي.
 
اغلې پیمان د اسټرالیا راډیو ABC ته وویل چې پلار یې په ۱۹۹۹ کال کې په کښتۍ کې د هند له بحر څخه تېر شوی و او د یوې پناه غوښتونکي په توګه استرالیا ته راغلی و چې د خپلې مېرمنې او دریو ماشومانو لپاره ښه ژوند برابر کړي. د هغه پلار په ۲۰۱۸ کال کې د سرطان له امله مړ شوي.
 
اغلې پیمان وویل، "زه په ۲۰۰ کسیزه ډله کې یوازینۍ ښځه وم چې حجاب یې اغوستی و" چا چې د کارګر ګوند له خوا د سنا لپاره سیالي وکړه، چې دا یوه "لویه لاسته راوړنه ده."
 


د مطلب کود: 254545

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254545/یوه-افغان-کډواله-د-استرالیا-سنا-مجلس-ته-لاره-وموندله

آوا
  https://www.avapress.com