سیمه ییز چارواکي وايي، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې پر ۹۰۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.
په بدخشان کې له ۹۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
31 جوزا 1401 ساعت 11:36
سیمه ییز چارواکي وايي، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې پر ۹۰۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.
آوا - بدخشان: مولوي نثار احمد احمدي؛ د دوشنبې په ورځ (غبرګولي ۳۰) د بدخشان مرستیال والي د بدخشان ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په همکارۍ د دغه ولایت د وردوج ولسوالۍ په کلیو کې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو ۹۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
په همدې حال کې محمد یونس جهادمل؛ د بدخشان د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس آوا ته وویل: "زموږ کاري ټیم د وردوج ولسوالۍ له کلیو څخه لیدنه وکړه او هغو کسانو نوملړ ترتیب کړل چې د مرستې مستحق وه او د طبیعي پیښو له خطر سره مخامخ وه."
جهادمل زیاتوي: هرې مستحقې کورنۍ ته ۱۱۱۰۰ افغانۍ ویشل شوي.
د يادونې وړ ده چې د بدخشان د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکي د بدخشان د کډوالو چارو رياست له همکارۍ او وېش څخه خوښ دي او د بدخشان له سيمه ييزو چارواکو څخه غواړي چې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د مطلب کود: 254574