د ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه د "اسلامي امارت" د ۱۳ چارواکو د معافیت موده وغځول شوه
آوا - کابل: د ملګرو ملتونو له خوا د «اسلامي امارت» د ۱۵ چارواکو د سفري معافیت د مودې له غځیدو وروسته، ای ایف پي خبر ورکړی چې د امنیت شورا په یوه نوي پریکړه لیک کې ۱۳ طالب چارواکو ته د سفر معافیت ورکړل شوی دی. لږترلږه د دوو میاشتو لپاره تمدید شوی؛ خو د پوهنې او لوړو زده کړو په وزارتونو کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو له امله دا معافیت نه دی تمدید شوی.
د دغه خبری آژانس د رپوټ له مخې سید احمد شهید خېل؛ د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست او عبدالباقي بصیر شاه چې په عبدالباقي حقاني مشهور دی؛ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هغو کسانو کي شامل دي چې د سفر بندیز يي نه دی تمدید شوي.
د ډیپلوماتانو په وینا، ځینو هیوادونو د ښځو د حقونو د خرابیدو له امله د طالبانو د ټولو سفري معافیتونو د لغوه کولو پلوي نه و.
یوې ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي، چې د هوکړې له مخې به د دې معافیت موده په اوتومات ډول په درېیمه میاشت کې ۱۳ طالب مشرانو لپاره وغځول شي، مګر دا چې د شورا یو غړی مخالفت وکړي.
په ۱۹۹۹ کال کې پر طالب چارواکو د سفر بندیز ولګول شو. خو درې کاله وړاندې د سولې د خبرو له امله یو شمېر چارواکي له بندیزونو معاف شول.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې د اسلامي امارت د چارواکو له خوا پر سفرونو د بندیز غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د بشري حقونو کړکېچ رامنځ ته شوی دی.
هیدر بار؛ د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مرستیالې ویلي، چې باید د اسلامي امارت پر ځانګړو مشرانو بندیز لګول شوی دی لکه د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق، د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد خنفي او ملا هبت الله اخندزاده؛ د اسلامي امارت مذهبي مشر.
هغه ویلي وو چې دغه چارواکي د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې لاس لري.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي.