دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 254581
بامیان کي د دوبي په موسم کي واوره اوریدلي
ځايي سرچينې د باميانو ولايت په يو شمېر سيمو کې د سختو واورو د ورېدو خبر ورکوي. بامیان یو سړه ولایت دی؛ مګر د دوبي په موسم کي د واوري اوریدل بې ساري دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: نن (سه شنبه، د غبرګولي ۳۱) د بامیان ولایت له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر خلکو داسې عکسونه لېږلي چې وايي، د دوبي د موسم له پیل سره سم د دوی په سیمو کې واوره ورېدلې.
 
د باميانو ښار د شاوخوا کليو او د دغه ولايت د قرغيو سيمې اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه د دغو سيمو په ډېریو کليو کې واوره اورېدلې او هوا د پام وړ سړه شوې.
 
شیخ محمد حکیم؛ د قرغانې سیمې یو اوسېدونکی افغان غږ خبری آژانس ته وايي، چې د دې سیمې نږدې ټولې سیمې د واوري په سپین رنګ پوښل شوي دي، چې په تېرو شلو کلونو کې بې سارې پېښه ده.
 
د هغه په ​​وينا، د کال په دې وخت کې د واورې اورښت او سړه هوا د خلکو څړځايونو او فصلونو ته ستونزې جوړوي.
 
https://avapress.com/vdcaaynu649nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته