کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې سیلابونو یو کس وژلی او لوی مالي زیانونه یې اړولي دي

31 جوزا 1401 ساعت 14:51

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د باران او ورښت او سېلابونو له امله یو تن وژل شوی او خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.


آوا - مزارشریف: شمس الله محمدی؛ د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس آوا ته وويل: په تيرو دوو ورځو کې په قيصار، المار، خيبر، بلچراغ او ګرزيوان ولسواليو کې د سختو اورښتونو او سيلابونو له امله خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په سېلابونو کې د بلچراغ ولسوالۍ د اقبالق کلي يو اوسېدونکى وژل شوى او د خيبر ولسوالۍ د ابوحنيفه لېسې حوض او استنادي دېوال ويجاړ شوى دى.
 
محمدي زياته کړه، په قيصار، المار، خيبر، بلچراغ او ګرزيوان ولسواليو کې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه، باغونه، د استوګنې کورونه او د غنمو حاصلات زيانمن شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د تېرو درېيو ورځو بارانونو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېر حاصلات يې له منځه وړي دي.
 


د مطلب کود: 254582

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254582/په-فاریاب-کې-سیلابونو-یو-کس-وژلی-او-لوی-مالي-زیانونه-یې-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com