دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 254582
په فاریاب کې سیلابونو یو کس وژلی او لوی مالي زیانونه یې اړولي دي
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د باران او ورښت او سېلابونو له امله یو تن وژل شوی او خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: شمس الله محمدی؛ د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس افغان غږ خبری آژانس ته وويل: په تيرو دوو ورځو کې په قيصار، المار، خيبر، بلچراغ او ګرزيوان ولسواليو کې د سختو اورښتونو او سيلابونو له امله خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په سېلابونو کې د بلچراغ ولسوالۍ د اقبالق کلي يو اوسېدونکى وژل شوى او د خيبر ولسوالۍ د ابوحنيفه لېسې حوض او استنادي دېوال ويجاړ شوى دى.
 
محمدي زياته کړه، په قيصار، المار، خيبر، بلچراغ او ګرزيوان ولسواليو کې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه، باغونه، د استوګنې کورونه او د غنمو حاصلات زيانمن شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د تېرو درېيو ورځو بارانونو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېر حاصلات يې له منځه وړي دي.
 
https://avapress.com/vdcbwab55rhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته