کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی: د ښځو او نارینه وو ګډون د ټولنې د سوکالۍ اصل دی

1 سرطان 1401 ساعت 8:39

حامد کرزی؛ پخواني ولسمشر د افغانستان د ملي محور له یو شمېر غړو سره په کتنه کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو پر بیا پرانیستلو او په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.


آوا - کابل: حامد کرزي په هېواد کې د شته ستونزو په اړه د خبرو پر مهال، د بېکارۍ په راکمولو، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو او د زده کړو پر دوام ټینګار وکړ.
 
ګډونوالو د هیواد پرمختګ په ټولنه کې په ګډه کار کولو پورې تړلی وباله.
 
پخواني ولسمشر د علم حاصلول د هېواد د پرمختګ اساس او د ښځو او نارینه وو ګډون یې د هوساینې اصل وباله.
 
کرزي پر ښځو ټینګار وکړ چې بېرته خپلو دندو او مسوولیتونو ته ستانه شي.
 
د یادولو وړ ده چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پخواني رژیم له نسکوریدو او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته له هیواد څخه نه دي وتلی او تل یې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو او په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې د ښځو شتون او ګډون په اړه نیوکوونکي کړي دي.
 


د مطلب کود: 254597

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254597/حامد-کرزی-د-ښځو-او-نارینه-وو-ګډون-ټولنې-سوکالۍ-اصل-دی

آوا
  https://www.avapress.com