کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: لوېدیځ د اوکراین له غمیزې سره مستقیمه اړیکه لري

1 سرطان 1401 ساعت 10:23

په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي د اوکراين په جګړه کې د لوېديځو هېوادونو پر رول نيوکه کړې ده.


آوا - مانیتورینګ، په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا د اوکراین د تحولاتو په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل، له بده مرغه لویدیځ هېوادونه د اوکراین له غمیزې سره مستقیمه اړیکه لري. موږ ګورو چې دوی د روسیې په وړاندې د تاوتریخوالی هڅي کوي.
 
د فرانسي خبری آژانس د خبر له مخي، هغه زیاته کړه: "په کییف کې لویدیځو ملاتړو د اوکراین مذاکره کوونکی ټیم د کړکیچ د هواري له خبرو څخه لرې کړی دی." دوی خپل ځان او ټوله نړۍ په دې قانع کړه چې د بحران حل یوازې د روسیې سره د جګړې په ډګر کې ترلاسه کیدای شي. لوېديځ په اوکراين کې وسلې زېرمه کړي، د اوږد واټن توپخانې سيسټمونه يې په ډونباس باندې بريدونه پيل کړي او ملکي وګړي يې په نښه کړي.
 
د روسیې د ملي امنیت شورا سکرتر نیکولای پاتروشیف د سه شنبې په ورځ د یوې امنیتي غونډې د مشري په موخه کالینینګراد ته سفر وکړ.
 
پاتروشیف وویل، د لیتوانیا اقدام وښوده چې روسیه په لویدیځ باور نه شي کولی. لویدیځ د کالینینګراد په اړه د لیکل شوي تړون څخه سرغړونه کړې. روسیه به بې له شکه د دا ډول دښمنانه کړنو په وړاندې غبرګون وښيي.
 
د روسيي لخوا به مناسب اقدامات ترسره کیږي او د دوی پایلې به د اوکراین په خلکو جدي منفي اغیزه وکړي.
 


د مطلب کود: 254610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254610/روسیه-لوېدیځ-د-اوکراین-له-غمیزې-سره-مستقیمه-اړیکه-لري

آوا
  https://www.avapress.com