کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د پسرلني اورښتونه / په سالنګ کې د واورو لوړوالی پنځه سانتي مترو ته رسېدلی دی

1 سرطان 1401 ساعت 10:46

له تېرو دوو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو سیمو کې اورښتونه ډیر شوي. په همدې حال کې د سالنګ د لويې لارې مسوولين وايي چې د دغو دوو ورځو په اوږدو کې د واورې د ورښت له امله پر دغې لويې لارې د واورې کچه پنځه سانتي مترو ته رسېدلې ده.


آوا - کابل: نسبتاً درانه اورښتونه چې دوه ورځې وړاندې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې پیل شوې، په یو شمېر سیمو کې د سیلابونو او ځانی زیانونو لامل شوی دی.
 
خو د افغانستان په ځینو سیمو لکه بامیان او سالنګ کې واوره ورېدلې او هوا ډېره سړه شوې ده.
 
د باميانو ولايت اوسېدونکي وايي، چې د واورو له امله يې ښايي فصلونه زيانمن شي.
 
ویل کېږي چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په پلازمېنه کې هم نسبتاً لږ بارانونه شوي او د هوا تودوخه له ۳۰ څخه تر ۱۵ درجو پورې راټیټه شوې ده.
 


د مطلب کود: 254614

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254614/په-هېواد-کې-د-پسرلني-اورښتونه-سالنګ-واورو-لوړوالی-پنځه-سانتي-مترو-ته-رسېدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com