کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د منصوري پر ۲۰۳ تندر قول اردو بمباري رد شوه

1 سرطان 1401 ساعت 10:56

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند په ټویټر کې په یوه استول شوي پیغام کې په ۲۰۳ منصوري قول اردو د بې پیلوټه الوتکو د بمبارۍ خبر رد کړی دی.


آوا، د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي تېره شپه (جوزا ۳۱) په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي: په ۲۰۳ منصوري قول اردو د بې پیلوټه الوتکو بی بنسټه دي او د ځینو مغرضو رسنیو آوازي دي.
 
هغه لیکلي: "په کور دننه او بهر له  رسنیو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د هغو رسنیو د محتوا او خبرونو له لوستلو ډډه وکړي چې بي بنسټه خبرونه خپروي."
 
پرون ځینو رسنیو خبر ورکړ چې د اسلامي امارت د منصوري ۲۰۳ تندر قول اردو د بې پیلوټه الوتکو لخوا بمبار شوې ده.
 


د مطلب کود: 254616

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254616/د-منصوري-پر-۲۰۳-تندر-قول-اردو-بمباري-رد-شوه

آوا
  https://www.avapress.com