دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 254616
د منصوري پر ۲۰۳ تندر قول اردو بمباري رد شوه
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند په ټویټر کې په یوه استول شوي پیغام کې په ۲۰۳ منصوري قول اردو د بې پیلوټه الوتکو د بمبارۍ خبر رد کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس، د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي تېره شپه (جوزا ۳۱) په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي: په ۲۰۳ منصوري قول اردو د بې پیلوټه الوتکو بی بنسټه دي او د ځینو مغرضو رسنیو افغان غږ خبری آژانسزي دي.
 
هغه لیکلي: "په کور دننه او بهر له  رسنیو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د هغو رسنیو د محتوا او خبرونو له لوستلو ډډه وکړي چې بي بنسټه خبرونه خپروي."
 
پرون ځینو رسنیو خبر ورکړ چې د اسلامي امارت د منصوري ۲۰۳ تندر قول اردو د بې پیلوټه الوتکو لخوا بمبار شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcjvxe8muqeimz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته