دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 254618
په تخار کې سیلابونه د لسګونو کورونو او سلګونه جریبه ځمکې ویجاړولو سبب شوي؛ خلک د سمدستي مرستې غوښتنه کوي
د تخار ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې سېلابونو لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې او زيانمنې شوې کورنۍ د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: انصارالله انصاری؛ د تخار د اطلاعاتو او کلتور رییس د چهارشنبې په ورځ افغان غږ خبری آژانس ته وویل؛ چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د تېرو دوو ورځو د سېلابونو له امله لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
 
د هغه په ​​وينا، سېلاب ځپلو د "اسلامي امارت" له حکومت څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
 
په همدې حال کې د تخار له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي، د پېښې د څېړلو او د ټپیانو د پېژندنې لپاره یې یو پلاوی سیمې ته استولی او ډېر ژر به د دوی ستونزې هوارې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې مولوي شرف الدین مسلم؛ په چارو کې د دولت وزارت مرستیال پرون اعلان وکړ چې په اتو ولایتونو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، په يادو ولايتونو کې ٥٠٠ کورونه او لسګونه کيلومتره سړکونه ويجاړ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb8ab5wrhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته