افغان غږ خبری آژانس - کابل: د زلزلې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، نن چهارشنبه (سرطان ۱) د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه ۱:۲۴ دقیقې د ۵.۹ ریښتر درجې په کچه زلزله وشوه.
د زلزلې مرکز د خوست سویل لوېدیځ ۴۶ کیلومتره په ۱۰ کیلومترۍ کې ژوروالی ښودل شوی دی.
د راپورونو له مخې د زلزلې مرکز د پکتیکا ولایت برمل، ژیړوک، نیکه او ګیان ښارونو کې ښودل شوی دی.
ایندیپندنت خبر ورکوي، چې په پکتیکا کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.
خو الجزیرې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۵۵ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې زیات شمیر لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د يادونې وړ ده، چي ددي زلزلي د تلفاتو شمیر د دوهمي زلزلي په راتلو ډیره شوی چي د ۴.۵ ریشتر درجي په کچه د شپی په ۲:۲۰ دقیقي شوي وه.