دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 254623
ملا عبدالغني برادر زلزله کې له زیانمن شویو هېوادوالو سره ژوره خواشیني او غم شریکي څرګنده کړه
د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پکتیکا، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه ژوره خواشیني او غم شریکي څرګنده کړې.
افغان غږ خبری آژانس، د ریاست‌الوزرا دفتر وايي، چې د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال طبیعي پېښو ته د رسېدو کمیسیون د مشر په توګه ټولو اړوند ادارو ته امر کړئ، چې ژر تر ژره د پېښو ځایونو ته ځانونه ورسوي او له ټولو امکاناتو په کار اخیستلو زیانمن شویو ته رسېدنه وکړي.
 
د زلزلې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، نن چهارشنبه (سرطان ۱) د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه ۱:۲۴ دقیقې د ۵.۹ ریښتر درجې په کچه زلزله وشوه.
 
د ا.ا ویاند بلال کریمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د درنې زلزلې له امله سلګونه کسان ټپیان او وژل شوي او لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي.
 
د زلزلې مرکز د خوست سویل لوېدیځ ۴۶ کیلومتره په ۱۰ کیلومترۍ کې ژوروالی ښودل شوی دی.
 
د ا.ا چارواکي وايي چې د ریاست‌الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر چې طبيعي پېښو ته د رسېدو کمېسيون مشري هم پر غاړه لري په مشرۍ بېړنۍ ناسته شوې او پرېکړه شوې چې ډیر ژر به د پېښې ځای ته درمل، خوراکي او نور اړین توکې ولیږدول شي.
 
الجزیرې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۵۵ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې زیات شمیر لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
 
د خوست ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د بېګانۍ زلزلې له امله ۱۲۰ کسان ټپیان او وژل شوي او ګڼ شمېر کورونه ړنګ شوي.
 
ځايي چارواکي وايي، چې د ټپیانو د لېږد په موخه سیمې ته هلیکوپټرې او امبولانسونه رسېدلي دي.
 
 
https://avapress.com/vdchiknix23nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته