دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 254631
د پکتیکا زلزله / کابینې بیړنۍ غونډه وکړه
په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زورورې زلزلې وروسته د اسلامي امارت کابینې بیړنۍ غونډه وکړه او دولتي ادارې یې زلزله ځپلو سیمو ته د مرستندویه ډلو د لیږلو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن له غرمې مخکې په یوه ټویټ کې لیکلي، دغه غونډه د اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
 
د مجاهد په وينا، غونډې ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه، چې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره مرستندويه ډلې ولېږي.
 
د سه شنبې په شپه په خوست ولایت کې د یوې زلزلې له امله سل تنه مړه او ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgwt9xqak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته