دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 254634
د پکتیکا له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ایران چمتوالي
د ایران اسلامي جمهوریت د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې د سختې زلزلې او په دغو ولایتونو کې د ګڼو هیوادوالو د وژل کیدو او ټپي کیدو له امله د دغې پیښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ایران د اسلامي جمهوریت دولت او ولس د افغانستان دوست او ورور وباله.
 
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت وياند د دغه غمجنې طبيعي پيښي د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د دغې غمجنې طبيعي پيښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله وکړه.
 
خطیب زاده دغه راز له زلزله ځپلو سره د هرډول مرستو لپاره د ایران داسلامی جمهوریت چمتووالی اعلان کړ .
 
په همدې حال کې د دغه هېواد د سرې مياشتې ټولنې مشر د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د دغې ټولنې چمتووالى اعلان کړ.
 
د دې هدف لپاره، د لټون او ژغورنې ډلې، د بیړني درملنې، امدادي ځواکونه، رضاکاران او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې طبي کارکونکي د مرستې غوښتنه کولو په صورت کې د سرې میاشتې کارکوونکي د پیښې ځای ته لیږلو ته بشپړ چمتو دي.
 
https://avapress.com/vdcjtxe8xuqeimz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته