دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 254642
پاکستان په افغانستان کې د زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او لومړي وزیر شهباز شریف په زلزله کې پر وژل شویو کسانو خواخوږي څرګنده کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس ، لومړی وزیر وویل چې « اړوند چارواکي د اړتیا په دې وخت کې د افغانستان د ملاتړ لپاره کار کوي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د یوې غمجنې زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
 
په بیان کې راغلي: "د پاکستان خلک په دې سخت وخت کې له خپلو افغان وروڼو سره په ټینګه ولاړ دي. موږ په دې کې هیڅ شک نه لرو چې د افغانستان ولس به په خپل ځانګړنه استقامت سره د دې طبیعي ناورین اغیزې له منځه یوسي."
 
 
https://avapress.com/vdci55arrt1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته