دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 254681
په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د امریکا او جرمني چمتووالی اعلان شو
د امریکا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په جنوب ختیځ کې له زلزله ځپلو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی. په همدې حال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان ساپکو ادعا کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې له سیګار سره همکاري ونه کړي.
افغان غږ خبری آژانس، د امریکا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو انتوني بلینکن او انالنا برباک زیاته کړې چې د دوی هیوادونه چمتو دي چي د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ افغانستان ته بشري مرستې ولېږي.
 
بلنکن هم په خپل ټويټ کې د افغانستان په جنوب ختيځ کې زلزله يوه ستره غميزه وبلله او له افغانانو سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
 
هغه د زلزله ځپلو سره د متحده ایالاتو د مرستو په اړه لیکلي: "متحده ایالات د شریکانو خیریه موسسو سره کار کوي ترڅو قربانیانو ته طبي مرستې چمتو کړي."
 
بربوک همدا راز په ټویټ کې ویلي چې آلمان به د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ د زلزلې ځپلو ته د امکان تر حده بشري مرستې ورسوي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان ساپکو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې له سیګار سره همکاري ونه کړي.
 
د پاکستان، ایران او چین حکومتونو له دې مخکې هم په جلا جلا پیغامونو کې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.
 
په همدې لړ کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، افغانستان ته د ایران، پاکستان او قطر څخه د بشري مرستو د رسیدو اعلان وکړ.
 
د یادولو وړ ده چې پرون د اسلامي امارت مشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پکتیکا او خوست د زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
 
د لومړنیو شمېرو له مخې د چهارشنبې تر ورځې پورې په پکتیکا کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی وو. یو شمېر رسنۍ نن ورځ یې د مړو شمېر ۱۵۰۰ او د ټپیانو شمېر دوه زره ښودلی دي.
 
https://avapress.com/vdcbwab58rhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته