دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 254683
اروپا په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره مرستې ته چمتووالی اعلان وکړ
اروپايي ټولنې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې له خلکو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن پر ټویټر لیکلي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د زلزله ځپلو وضعیت له نږدې څاري.
 
هغه وویل د اروپايي اتحادیې هیوادونه چمتو دي چې اوسیدونکو او اغیزمنو سیمو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.
 
دوه شپې وړاندې د۶،۱ ریښتر درجې په کچه  زلزله د هېواد په جنوب کې د پکتیکا او خوست ولایتونو کې زرګونه کسان شهید او ژوبل کړل.
 
د چهارشنبې په ورځ ناوخته د زلزلې له امله د لومړنيو شمېرو له مخې د شهیدانو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپيانو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی وو.
 
د اسلامي امارت مشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.
 
نړیوال سازمانونه وايي، دوی نه شي کولای چې له خاورو خځلو څخه قربانیان را وباسي او مرستندویه هېوادونه باید ژر تر ژره د ژغورنې ډلې ولېږي.
 
https://avapress.com/vdcdjo0xsyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته