کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا متحده ایالات په پکتیکا کې له زلزله ځپلو سره د مرستې بهیر څاري

2 سرطان 1401 ساعت 14:01

د امریکا ولسمشر مرستندویه بنسټونو ته لارښوونه کړې چې په پکتیکا کې له زلزله ځپلو سره د مرستې بهیر وڅېړي.


آوا، د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سلیوان تیره شپه وویل چې ولسمشر جوبایډن د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) او نورو فدرالي همکارانو ته لارښوونه کړې چې له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره د امریکا د غبرګون امکانات برابر کړي.
 
د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې د سلیوان له قوله ویل شوي، چې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی تمویلونکی هېواد دی او "زموږ د بشري مرستو شریکانو لا له وړاندې اړمنو کسانو ته طبي پاملرنې او سرپناه برابره کړې ده."
 
نوموړي دا هم ویلي، چې امریکا په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره دوامداره مرستو ته ژمنه ده.
 
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه د زلزله ځپلو لپاره د بشري مرستو د همغږي کولو لپاره له اسلامي امارت سره اړیکه نیولې ده، وویل: زه خبر نه یم.
 
خو زیاته کړه: "موږ د خپلو بشري مرستو له شریکانو سره په تماس کې یو او زموږ بشري همکاران اوس ځواب ورکوي."
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې د زلزلې قربانیانو ته بشري غبرګون ښايي په راتلونکو ورځو کې د امریکا او اماراتو د چارواکو ترمنځ د خبرو موضوع وي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان له خلکو سره د متحده ایالاتو ژمنې ثابتې دي.
 
دوه شپې وړاندې د۶،۱ ریښتر درجې په کچه د  زلزلې د هېواد په جنوب کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زرګونه کسان شهید او ژوبل کړل.
 
د رسنیو د راپورونو له مخې په پکتیکا کې د زلزلې له امله د شهیدانو شمېر ۱۵۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېدلی دی.
 


د مطلب کود: 254686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254686/د-امریکا-متحده-ایالات-په-پکتیکا-کې-له-زلزله-ځپلو-سره-مرستې-بهیر-څاري

آوا
  https://www.avapress.com