کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخاب کې جګړه پیل شوه

2 سرطان 1401 ساعت 15:28

ځايي سرچینې د اسلامي امارت او مولوي مهدي د ځواکونو ترمنځ د جګړې د پیل خبر ورکوي. خو د جګړې په اړه نور جزیات تر اوسه په لاس کې نشته.


آوا، مزار شریف کې باوری سرچینو آوا ته وویل: نن پنجشنبه (سرطان ۲) غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د اسلامی امارت ځواکونو له کوتل سیمې څخه د بلخاب په ولسوالۍ برید ترسره کړ.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نښتې يو ساعت دوام وکړ وروسته آرام شو خو څو شېبې وړاندې بېرته پیل شوه.
 
سرچینې د دواړو لورو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د بلخاب خلک د جګړو له پراخېدو اندېښمن دي.
 
په همدې حال کې دین محمد نظري؛ د سرپل د پوليسو يوه وياند د بلخاب د نښتې خبره رد کړه او بي بنسټه يې وبلله.
 
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د مولوي مهدي ترمنځ کړکېچ روان دی. د بامیان د استخباراتو د پخواني رئیس او حکومت ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.
 
یوه میاشت وړاندې په بلخاب کې د اسلامي امارت او مولوي مهدي د ځواکونو تر منځ نښته شوې وه، چې له امله یې د دواړو طرفو نږدې لس تنه وژل شوي او ټپیان شوي وو.
 
له دې شخړې وروسته تېره میاشت انعام الله سمنګاني؛ د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د معاون ویاند بلخاب ته ولاړ او له مولوي مهدي سره یې وکتل.
 
دا لیدنه ظاهرا بې پایلې وه او پرته له کومې پایلي پای ته ورسیده.
 
په تېره یوه اوونۍ کې د سرپل له ګاونډیو ولایتونو سلګونه پوځیان د بلخاب په شاوخوا کې راوتلي او نن لسګونه ټانکونو دغه ولسوالۍ محاصره کړې ده.
 
ویل کیده چي، د بلخاب بحران به د خبرو اترو له لارې حل شي او د شیعه علماو د شورا پلاوی بلخاب ته لاړشي او د مولوي مهدي او د اسلامي امارت دواړو لورو سره لیدنه وکړي خو تراوسه نه دي تللي.
 
د بلخاب جګړې د هېواد په شمال کې د خلکو اندېښنې راپارولي، او دوي غواړي جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسیږي.
 


د مطلب کود: 254695

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254695/په-بلخاب-کې-جګړه-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com