کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پخواني حکومت د مالیې وزیر کابل ته راستون شو

2 سرطان 1401 ساعت 15:35

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د حامد کرزي د دورې د مالیې وزیر هدایت امین ارسلا بېرته کابل ته راغلی دی.


آوا، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق نن (سرطان ۲) رسنیو ته وویل چې ښاغلی هدایت امین ارسلا د یاد کمیسیون له خوا له یو لړ هڅو سره هېواد ته راستون شوی دی.
 
ښاغلي واسع یادونه وکړه چې د اړیکو کمېسیون په بېلابېلو کچو له یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو سره تماسونه ټینګ کړي او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې یو شمېر نور سیاستوال هم هېواد ته راستانه شي.
 
نوموړي دغه راز پر ټولو پخوانيو دولتي چارواکو غږ وکړ چې هېواد ته راستانه شي او په سوله کې ژوند وکړي.
 
خو د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته ګڼ شمېر سیاسي او پوځي شخصیتونو هېواد پرېښود او نورو هېوادونو ته یې پناه یوړه. خو په وروستیو میاشتو کې د اسلامي امارت حکومت هیواد ته د سیاستوالو د راستنیدو د اسانتیا لپاره د «افغان شخصیتونو سره د تماس» په نوم یو کمیسیون جوړ کړی دی.
 


د مطلب کود: 254696

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254696/د-پخواني-حکومت-مالیې-وزیر-کابل-ته-راستون-شو

آوا
  https://www.avapress.com