دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 254728
په کابل کې د لسګونو ځوان هنرمندانو اثار نندارې ته وړاندې شو
د ځوانو هنرمندانو د استعدادونو د پېژندنې او د استعدادونو د لوړولو په موخه په کابل کې د خطاطۍ او الکترونیکي وسایلو په ګډون یو ورځنی هنري نندارتون جوړ شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ځوانو هنرمندانو د استعدادونو د پېژندنې او د ظرفیتونو د لوړولو په موخه په کابل کې د هنرونو نندارتون جوړ شو.
 
دغه نندارتون، چې پرون جمعه (سرطان ۳) پرانستل شو، د خطاطۍ او الکترونیکي وسایلو په ګډون د هنر بېلابېل اثار نندارې ته ایښودل شوي وي.
 
د اعتدال دهر عالي لېسې مسوولین او د صد برګ هنري ګالري چې دغه نندارتون یې جوړ کړی وو وویل؛ چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه د استعدادونو موندل او د ځوانانو د ظرفیت لوړول دي.
 
د دغه نندارتون تنظیموونکي عبدالرازق احمدي افغان غږ خبری آژانس ته وویل: "د دغه نندارتون له جوړېدو څخه موخه د ځوانانو د داخلي استعدادونو موندل دي."
 
ده زياته کړه: په دې نندارتون کې د تنکيو ځوانانو چي زياتره اثار يي د ښځو له برخې څخه دي ننداري وړاندي شوی دی.
 
ښاغلی احمدي دا ډول پروګرامونه د استعدادونو د پراختیا او په هېواد کې دننه د ژوند د هیلو په رامنځته کولو کې اغېزمن ګڼي.
 
د نعمت الله په نامه يو ځوان چې په خپلو لاسونو يې برېښنايي وسايل جوړوي، افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې په يوه مياشت کې يې د لاسي وسايلو په مرسته دغه اثار جوړ کړي دی.
 
هغه زیاته کړه: "که اسلامي امارت زموږ ملاتړ وکړي، زه کولی شم داسې وسایل جوړ کړم چې زموږ ورځني ژوند اسانه کړي."
 
دغه ځوان وايي که کافي وسايل او اسانتياوې ولري، داسې وسايل به جوړ کړي چې وړيا برېښنا توليد کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې زياتره نوښتګر ځوانان له بې کاره وسايلو څخه برېښنايي وسايل جوړوي، چې په تېر حکومت کې يې په پراخه کچه ملاتړ نه و شوى.
 
https://avapress.com/vdcdxo0xjyt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته