کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا ته د چین پوځي خبرداری

4 سرطان 1401 ساعت 10:44

د چین پوځ خبرداری ورکړی چې د تایوان پر تنګي د امریکا د الوتکو الوتنه په سیمه کې سوله او ثبات ګډوډوي.


آوا، د چین پوځ نن (شنبه) اعلان وکړ چې د تایوان پر تنګي د امریکا د یوې الوتکې وروستۍ الوتنې د سیمې وضعیت ګډوډ کړی او سوله او ثبات یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
 
د رویټرز په وینا، د چین د خلکو د ازادۍ پوځ ختیځې قوماندانۍ ویاند ژی یی په یوه بیان کې وویل: "پوځ خپل ځمکني او هوایي ځواکونه تنظیم کړي ترڅو د متحده ایالاتو الوتکو لخوا د جمعې د عملیاتو څارنه وکړي."
 
هغه وویل، «چین د امریکا له اقداماتو سره سخت مخالفت کوي او ځواکونه یې په پوره تیارۍ کې دي.
 
د چین د دفاع وزیر فنګ شوای د جون په وروستیو کې د شانګری لا ډیالوګ د آسیا د امنیت په سرمشریزه کې خپل امریکایی سیال ته خبرداری ورکړ چې تایوان ته د امریکا د وسلو صادرات د چین په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
 
چینايي چارواکي پر واشنګټن غږ کړی چې سمدستي پر تایوان د وسلو پلور بند کړي او له هغه سره پوځي اړیکې پرې کړي.
 
متحده ایالات د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د نشتوالي سره سره د تایوان ترټولو مهم نړیوال ملاتړی او د وسلو عرضه کونکی دی. د چین پوځ هم اعلان کړی چې په دې وروستیو کې یې د تایوان په شاوخوا کې پوځي تمرینات د تایوان او متحده ایالاتو ترمنځ د همکارۍ په وړاندې د جدي خبرداری په توګه ترسره کړي دي.
 


د مطلب کود: 254738

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254738/امریکا-ته-د-چین-پوځي-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com