کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي چارواکو د یمني حاجیانو مخه ونیوله

4 سرطان 1401 ساعت 13:48

سعودي چارواکو په پرله پسې توګه د اتم کال لپاره پر یمني اتباعو د حج له مراسمو بندیز لګولی دی.


آوا، د یمن د حج او اوقافو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: سعودي چارواکو د یمني اتباعو پر وړاندې داسې اقدامات کړي چې د یمني حاجیانو لپاره د حج او عمرې ادا کول ناممکن کړي.
 
د المسیره ټلویزیون د راپور له مخې، د یمن د حج او اوقافو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي: سعودي عربستان د یمن له دفترونو او ادارو سره همکاري نه کوي څو یمني حاجیان د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره د یمن له مختلفو سیمو څخه دغه هیواد ته داخل نه شي.
 
یمني حاجیان له اتو کلونو راهیسې مکې او مدینې ته له ننوتلو منع شوي دي ځکه چې سعودي عربستان خپل اسمان د یمن د ټولو مسافرینو پر مخ تړلی دی.
 
یمني حاجیان هم نشي کولی د ځمکې له لارې د حج مراسم ترسره کړي، ځکه چې د سعودي عربستان پولې هم تړل شوي دي.
 
سعودی عربستان دغو اقداماتو په سلګونو زره یمنیان ددغه الهي وظیفې د ترسره کولو مخه نیولې ده .
 
د یمن د حج او اوقافو د وزارت په وینا، د سعودی رژیم دغه کړنې له هیڅ ډول الهی احکامو او ټولنیزو دودونو او حتی له هغو قوانینو سره هم سمون نه خوری چې مذهبی احکامو پر اساس وی.
 


د مطلب کود: 254760

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254760/سعودي-چارواکو-د-یمني-حاجیانو-مخه-ونیوله

آوا
  https://www.avapress.com