کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د یوې دیني مدرسې د چت د نړېدو له امله ۱۴ تنه مړه او ټپیان شوي دي

اطلاعات روز , 4 سرطان 1401 ساعت 14:06

ځايي سرچينې وايي، د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې د چت د لوېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.


آوا، د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
 
يوې سيمه ييزې سرچينې وويل: "د احمدشاه بابا د ديني ښوونځي چت د زده کوونکو پر سر غورځيدلى، چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي."
 
د ننګرهار د حوزوي روغتون يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل: چې روغتون ته يو جسد او اووه ټپيان ور وړل شوي دي. د هغه په ​​وينا، نور ټپيان د خوګياڼو ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
 په دې وروستیو کې په ننګرهار او یو شمېر ولایتونو کې د کورونو د نړېدو پېښې شوې دي.
 
 


د مطلب کود: 254763

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254763/په-ننګرهار-کې-د-یوې-دیني-مدرسې-چت-نړېدو-له-امله-۱۴-تنه-مړه-او-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com