کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا عبدالغني برادر: اشغال پای ته رسېدلی / اقتصادي ودې لپاره مبارزه کوو

5 سرطان 1401 ساعت 11:23

د د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د لسګونو تنو ساتونکو د فراغت په مراسمو کې وویل: «موږ به د هیواد اقتصادي ودې لپاره په میړانه مبارزه وکړو».


آوا، ارګ تیره شپه (سرطان ۴) په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی د رئیس الوزرا او ارګ د ساتني لپاره د ملا برادر و ساتونکو ته په ۳۱۳ قول اردو کي روزنه ورکول کیده چي د روزني ورورسته د یاد قول اردو فارغ شول.
 
ملا عبدالغني برادر د فراغت په مراسمو کې وویل: "نن اشغال پای ته رسېدلی او دښمن په بشپړه توګه مات شوی، خو په سیاسي او اقتصادي ډګر کې د دښمن دسیسې نه دي ختمې شوي."
 
هغه وويل: "دښمن غواړي له هرې لارې چې شونې وي زموږ په لاره کې خنډونه واچوي، خو لکه څنګه چې مو د اشغال پر وړاندې مبارزه کړې، د دې هېواد د ساتنې او اقتصادي ودې لپاره به په مېړانه مبارزه کوو."
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د لس میاشتنۍ واکمنۍ په تېرېدو سره د هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې کنګل شوې او تر اوسه هېڅ هېواد هم اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 


د مطلب کود: 254799

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254799/ملا-عبدالغني-برادر-اشغال-پای-ته-رسېدلی-اقتصادي-ودې-لپاره-مبارزه-کوو

آوا
  https://www.avapress.com