دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 254822
قیصاري هیواد ته راستون شو
نظام الدین قیصاري چې د مارشال عبدالرشید دوستم پورې تړلی سیاسي او سیمه ییز قومندان دی، نن یکشنبه (سرطان ۵) له افغان شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون په هڅو هېواد ته راستون شو.
افغان غږ خبری آژانس، دغه کمیسیون د یکشنبې په ورځ (سرطان ۵) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د جنبش ګوند یو جګپوړی غړی نظام الدین قیصاری د «افغان شخصیتونو د تماس کمیسیون» په هڅو افغانستان ته راستون شوی دی.
 
نظام الدین قیصاري د وروستیو تحولاتو له امله د ایران اسلامي جمهوریت ته پناه وړې وه، خو وروسته په ایران کې د غیر قانوني فعالیتونو له امله ونیول شو او برته خوشې شو.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د تېرو حکومتونو يو شمېر وزيران له افغان شخصيتونو سره د اړيکو د کمېسيون له خوا هېواد ته راستون شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcir5arrt1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته