دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 254825
د بلخاب جګړه د امریکا فتنه وه
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په یوه ټوېټ کې د بلخاب وروستۍ جګړه د امریکا له لوري فتنه بللی. د هغه په وينا، د دې پاڅون موخه د هزاره او تاجک قومونو قرباني کول او هم د افغانستان کړکېچ په سيمه ييز بحران بدلول دي.
افغان غږ خبری آژانس، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په خپل ټویټر پاڼه کي لیکلي: "په افغانستان کې د هدفي ناکرارۍ لپاره د امریکا لومړیتوب قومي او مذهبي جګړه ده چې هزاره او تاجک قرباني کړي او د افغانستان کړکېچ سیمه ییز کړي."
 
د ټولو افغان قومونو مهربانه مشران د بلخاب له جګړې څخه ځان لرې کړي؛ د بلخاب شخړه د افغانستان له وينې تويونې او تباهۍ پرته بل څه نه لري.
 
د افغانستان ټول خیر خواهان باید د بلخاب د جګړې پر وړاندې یو دریځ غوره کړي.
 
په همدې حال کې له دوه میاشتني کړکېچ وروسته د پنجشنبې په ورځ د بلخاب په ولسوالۍ کې د مهدي مجاهد او د هغه تر قوماندې لاندې عسکرو سره د اسلامي امارت د پوځیانو تر منځ دوه سرې نښتې وشوې چې دوه ورځې یې دوام وکړ او د شنبې په ورځ یې ولسوالي د اسلامي امارت له لوري ونیول شوه.
 
مشهورې سرچینې نښتې شدیده بولي او وايي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د اسلامي امارت د دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی او د مولوي مهدي ځواکونه تښتېدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcb5ab5srhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته