کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کوي

5 سرطان 1401 ساعت 14:15

د نشه يي توکو د نړیوالې ورځې په مناسبت؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه ټویټ کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې دغه ناورین ته پام وکړي.


آوا، نن یکشنبه (سرطان ۵) د نشه یی توکو د کارونې او قاچاق پر وړاندې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
 
ګوتریش ټویټ وکړ چې د مخدره توکو ننګونې سیوري باید د لسګونو ملیونونو ژوند څخه لرې شي.
 
هغه وويل: "د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نړيواله ورځ، موږ بايد هره ورځ د دې سيوري د پورته کولو او دې مسئلې ته د رسیدو لپاره ژمن اووسو او هغه اقدام وکړو چې دا له منځه یوسو."
 
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې نشه یي توکي په کې ډیر دي لکه: تریاک، د هیروینو لپاره خام مواد، له افغانستان څخه بهر ته قاچاق کیږي او د نړۍ د ناقانونه مخدره توکو لویه برخه جوړوي.
 
د یادوني وړ ده؛ چي اسلامي امارت د نشه يي توکو په کښت، پېر، پلور او قاچاق هم بنديز لګولی دی.
 


د مطلب کود: 254826

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254826/د-ملګرو-ملتونو-سازمان-نشه-يي-توکو-پر-وړاندې-مبارزې-ټینګار-کوي

آوا
  https://www.avapress.com