دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 254826
د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کوي
د نشه يي توکو د نړیوالې ورځې په مناسبت؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه ټویټ کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې دغه ناورین ته پام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس، نن یکشنبه (سرطان ۵) د نشه یی توکو د کارونې او قاچاق پر وړاندې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
 
ګوتریش ټویټ وکړ چې د مخدره توکو ننګونې سیوري باید د لسګونو ملیونونو ژوند څخه لرې شي.
 
هغه وويل: "د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نړيواله ورځ، موږ بايد هره ورځ د دې سيوري د پورته کولو او دې مسئلې ته د رسیدو لپاره ژمن اووسو او هغه اقدام وکړو چې دا له منځه یوسو."
 
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې نشه یي توکي په کې ډیر دي لکه: تریاک، د هیروینو لپاره خام مواد، له افغانستان څخه بهر ته قاچاق کیږي او د نړۍ د ناقانونه مخدره توکو لویه برخه جوړوي.
 
د یادوني وړ ده؛ چي اسلامي امارت د نشه يي توکو په کښت، پېر، پلور او قاچاق هم بنديز لګولی دی.
 
https://avapress.com/vdcci0qie2bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته