دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 254832
په هیواد کې وروستیو سیلابونو ۴۰۰ کسان وژلي دي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چارو مرستیال وزیر وايي، په هېواد کې وروستیو سېلابونو شاوخوا ۴۰۰ کسان وژلي او ګڼ نور بې کوره کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وايي چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نږدې ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
 
هغه زياته کړه، چې په سېلابونو کې سلګونه نور ټپيان شوي، چې ډېرى يې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
 
مسلم روښانه کړه؛ خیمې او خوراکي توکي وویشل شول چې د پیښو په پایله کې یې کورونه له لاسه ورکړي.
 
په وروستیو ورځو کې په ننګرهار، کونړ، بدخشان، نورستان، لغمان، پنجشیر، پروان، کابل، کاپیسا، میدان وردک، بامیان، غزني، لوګر، سمنګان، سرپل، تخار، پکتیا، پکتیکا، خوست او یو شمېر ولایتونو کې سخت اورښت شوی دی، چي د مرګ ژوبلي ترڅنګ يې د ګڼو هيوادوالو کورونه ويجاړ کړي او بې کوره کړي دي.
 
د کارپوهانو په اند، د دې په پام کې نیولو سره چې د افغانستان اقتصاد په کرنې پورې تړلی دی، د سیلابونو په ګډون طبیعي پېښې د افغانستان پر حاصلاتو او اقتصادي ودې منفي اغیز کولی شي.
 
د چهار شنبې په سهار (سرطان ۱) په پکتیا او خوست ولایتونه په ۵.۹ درجې زلزلې وځپل، چې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان یې شهیدان کړل او تر ۲۰۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل. په دې پيښه کې دانساني زيانونو سربيره ددغو ولايتونو ښاريانو ته زيات مالي زيانونه هم اوښتي دي .
 
https://avapress.com/vdcjtxe88uqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته