دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 254852
افغان تکواندو لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې د برونزو درې مډالونه وګټل
د علي اکبر امیري په بریا سره؛ د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د اسیا په سیالیو کې افغانستان لپاره د برونزو دري مډالونه وګاټه.
افغان غږ خبری آژانس، علي اکبر امیري؛ د تکواندو ملي لوبډلې په اتم وزن کې پرون یکشنبه (سرطان ۵) د ازبکستان مشهور اتل ته په ماتې ورکولو او یوه ایراني سیال په ماتې خوړلو سره د سیالیو دریم مقام خپل کړ.
 
په دې وزن کې چین د سرو زرو، ایران د سپینو زرو،  افغانستان او جنوبي کوریا د برونزو مډالونه وګټل.
 
دا په داسې حال کې ده چې محسن رضايي؛ زموږ د هېواد بله ملي لوبډلې له منګوليا او جاپان څخه د سياليو په ګټلو سره هم د برونزو مډال ترلاسه کړي.
 
رضايي د دې مډال په ګټلو سره وکولای شول چې په خپلو پخوانیو نمرو کې ۱۴.۴۰ نمرې زیاتې کړي او په څو ورځو کې به د تکواندو فدراسیون په درجه بندۍ کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
 
افغانستان تر اوسه په دغو لوبو کې درې ارزښتناک اسیايي مډالونه ګټلي دي.
 
د اسيا د تکواندو د سياليو ٢٥م پړاو د جنوبي کوريا په کوربه توب د سرطان د میاشتي د ۳ تاریخ څخه دوام لري، چې شاوخوا ٣٠ اسيايي هېوادونو څخه د تکواندو لوبغاړو برخه اخيستې ده.
 
https://avapress.com/vdcbsab55rhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته