دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 254853
د هېواد په لوېدیځه حوزه کي صادرات ۴۰ سلنه زیات شوي
د هرات د سوداګرۍ خونې چارواکي له لوېدیځې حوزې څخه بهر ته د صادراتو په کچه کې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: محمد یوسف امین؛ د هرات د سوداګرۍ او پانګې اچونې د خونې اجرايوي رئيس وايي: د هېواد په لويديځ کې د صادراتي توکو ټوليز ارزښت له ١٣٦ ميليونه او ٧٠٠ زرو امريکايي ډالرو څخه زيات دى.
 
د هغه په ​​وينا، دغه صادر شوي محصولات څه باندې سل زره ټنه دي، چې طبيعي بوټي، وحشي طبيعي نباتات، کرنيز محصولات او نور شامل دي، چې ټول په افغانستان کې توليدېږي.
 
هغه زياته کړه: دغه توکي ګاونډيو هېوادونو، اروپا او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
 
د هرات د سوداګرۍ خونې اجرایوي رئیس زیاته کړه: له کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، په هېواد کې د صادراتو کچه لوړه شوې ده.
 
هغه ټینګار وکړ چې دا مهال بهر ته د صادراتو بهیر له کومې ستونزې پرته روان دی او ټولې اړوندې ادارې په دې برخه کې ښه همکاري کوي.
 
په همدې حال کې نعمت الحق حقاني؛ د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس وايي، د تېر کال په پرتله د صادراتو زياتوالى د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره ښه خبر دى.
 
هغه وویل، حکومت په هېواد کې د پانګوالو او سوداګرو لپاره د بانکدارۍ، ګمرکي او ټرانسپورټي اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار کوي.
 
د فساد له منځه وړل، بهر ته د صادراتو د زیاتوالي یو عامل بلل کیدای شي، هغه څه چې پخپله دولتي چارواکو په وار وار له هیواد څخه د فساد د له منځه وړلو ژمنې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdccp0qi12bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته