کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتيکا زلزلې د ۲۰۰ زره کسانو ژوند اغېزمن کړی دی

6 سرطان 1401 ساعت 11:24

د سره صليب نړيواله کمېټه (ICRC) وايي، زلزلې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې دوه سوه زره کسان اغېزمن کړي، چې څلوېښت سلنه يې ماشومان دي.


آوا، د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) نن (دوشنبه، سرطان ۶) وویل چې د نویو اټکلونو له مخې د طبیعي پیښو له امله لږ تر لږه ۲۰۰ زره کسان (شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ) اغیزمن شوي چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.
 
له بلې خوا د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) اندیښنه څرګنده کړې چې په اغیزمنو ولایتونو کې د اورښت دوام د لټون او ژغورنې هڅې له خنډ سره مخ کړي او د راتلونکو طبیعي پیښو لکه د ځمکې ښویدنې او سیلابونو خطر یې زیات کړی دی.
 
د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) زیاته کړه: "دا وضعیت د افغانستان له اوسني بشري ناورین سره همغږي دی، چیرې چې د افغانستان له 50٪ څخه ډیر نفوس د کړکیچونو د ترکیب له امله بشري مرستو ته اړتیا لري."
 


د مطلب کود: 254873

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254873/د-پکتيکا-زلزلې-۲۰۰-زره-کسانو-ژوند-اغېزمن-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com