کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو د وېش اعلان وکړ

6 سرطان 1401 ساعت 14:35

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په پکتیکا ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي او پر زیانمنو شویو کسانو خوراکي توکي وېشل شوي دي.


آوا، د دغه سازمان آسیا- پاسیفیک څانګې نن (دوشنبه، د سرطان ۶) په خپل ټوېټر لیکلي چې په افغانستان کې د تېرې چهارشنبې د زلزلې له امله د ۱۵۵ ماشومانو په ګډون د مړو شمېر له زرو اوښتی دی.
 
د خوړو نړیوال پروګرام د ټپیانو شمېر تر ۳۰۰۰ اوښتی دی.
 
خو پرون د روغتيا نړيوال سازمان په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د مړو شمېر ٨٠٠ او د ټپيانو شمېر ١٤٠٠ تنه وباله.
 
ډیري هیوادونه د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره راغلي دي.
 
زلزلې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په پکتیکا ولایت کې اړولې ده.
 


د مطلب کود: 254900

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254900/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-wfp-په-افغانستان-کې-له-زلزله-ځپلو-سره-خوراکي-توکو-وېش-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com