دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 254900
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو د وېش اعلان وکړ
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په پکتیکا ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي او پر زیانمنو شویو کسانو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس، د دغه سازمان آسیا- پاسیفیک څانګې نن (دوشنبه، د سرطان ۶) په خپل ټوېټر لیکلي چې په افغانستان کې د تېرې چهارشنبې د زلزلې له امله د ۱۵۵ ماشومانو په ګډون د مړو شمېر له زرو اوښتی دی.
 
د خوړو نړیوال پروګرام د ټپیانو شمېر تر ۳۰۰۰ اوښتی دی.
 
خو پرون د روغتيا نړيوال سازمان په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د مړو شمېر ٨٠٠ او د ټپيانو شمېر ١٤٠٠ تنه وباله.
 
ډیري هیوادونه د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره راغلي دي.
 
زلزلې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په پکتیکا ولایت کې اړولې ده.
 
https://avapress.com/vdcfxjd0xw6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته