کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران په ننګرهار کې یو ځانګړی روغتون جوړوي

6 سرطان 1401 ساعت 15:21

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، ایران غواړي په دغه ولایت کې یو ځانګړی روغتون جوړ کړي.


آوا – مانیتورینګ، د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر محمد افتاب نن دوشنبه (سرطان ۶) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په ختیځ کې یې د ایران قونسل مجید صادقي او مرستیال یحیی کاظمي سره کتلي دي.
 
نموړي ویلي، چې په دې لیدنه کې د ایران قونسل ورسره ژمنه کړې چې په ننګرهار کې د ناروغانو د درملنې لپاره به یو ځانګړی روغتون جوړ کړي، چې ټول مصارف به یې د ایران هیواد له لوري ورکول کیږي.
 
نوموړي زیاته کړې چې ایراني چارواکو ورسره د درملو سربیره په نورو روغتیایي برخو کې هم د مرستې ډاډ ورکړی دی.
 
ایراني چارواکي داسې مهال ننګرهار کې د روغتون د جوړیدو خبره کوي چې عام خلک په دې ولایت کې د یو معیاري روغتون د نه شتون څخه شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 254905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254905/ایران-په-ننګرهار-کې-یو-ځانګړی-روغتون-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com