دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 254907
د جمهوري ریاست نښان د بریښنایی تذکرو څخه لیرې کیږي
د اسلامي امارات د سرشمېرنې اداره وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو په نوې ګڼه کې به د افغانستان د پخواني رژیم لوګو لرې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: محمد حلیم; د اسلامي امارت د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ویاند رسنیو ته ویلي: «له الکترونیکي تذکرو څخه د جمهوري ریاست د لوګو د لرې کولو پریکړه د کابینې له خوا شوې او په نوې ګڼه کې به عملي شي».
 
هغه زیاته کړه: اوس مهال برېښنايي تذکرې د افغانستان د تېر حکومت په لوګو سره صادرېږي، خو په نوې ګڼه کې به د اسلامي امارت لوګو ځای پر ځای شي.
 
د هغه په ​​وينا، دا پرېکړه د اسلامي امارت د کابينې له خوا شوې او ډېر ژر به عملي شي.
 
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې له ۱۱ میاشتو راپدي خوا هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
https://avapress.com/vdccx0qim2bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته