کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بهر ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو په بیه کې ۱۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی

8 سرطان 1401 ساعت 8:55

د اسلامي امارت د ماليې وزارت د پرېکړې له مخې د هېواد په ګمرکونو کې د ډبرو سکرو د هر ټن بیه له ۹۰ څخه تر ۲۰۰ ډالرو پورې لوړه شوې ده. دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو بهیر ګړندۍ کړ ترڅو په هیواد کې ارزانه بریښنا تولید کړي.


آوا - کابل، د اسلامي امارت د مالیې وزارت د سه شنبې په ورځ (د غويي ۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې د هېواد په ګمرکونو کې د هر ټن ډبرو سکرو صادراتي بیه ټاکل شوې ده، چي ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته به زیاتوالی ومومي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې په نړیوالو بازارونو کې د ډبرو سکرو د بیو د لوړوالي له امله، د افغانستان د ګمرکونو له قانون او د نرخونو له کړنلارې سره سم، د مالیې وزارت رهبري د ډبرو سکرو د بیو د لوړولو پرېکړه وکړه او دا پرېکړه به د هېواد په ټولو ګمرکونو کي د تطبیق وړ دي.
 
په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو د چټکولو امر کړی، څو په هېواد کې ارزانه برېښنا تولید کړي.
 
د دوشنبې په ورځ (سرطان ۶) د کابینې په غونډه کې، ښاغلي شریف ټولو اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې په هیواد کې د ارزانه بریښنا د تولید لپاره یو اغیزمن سیسټم رامینځته کړي چې مصرف کونکو او کورنیو صنعتونو سره مرسته وکړي.
 
په دې برخه کې د ریل پټلۍ وزارت باید ژر تر ژره له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
 
یوه پاکستاني خبریال دا هم راپور ورکړی چې ښاغلي شریف امر کړی چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردول د ډالرو پر ځای په روپیو ورکړل شي، څو د هېواد د بهرنیو اسعارو سرچینې خوندي شي.
 
په دې کتنه کې ښاغلي شریف په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو د بیو د لوړوالي په اړه اندېښنه وښوده او دا یې په پاکستان کې د ډبرو سکرو له تولیدي فابریکو څخه د برېښنا د تولید د لګښتونو د لوړېدو اصلي لامل وباله.
 
د پاکستان صدراعظم همداراز له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو د بهیر د چټکولو لپاره د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ د اړوندو چارواکو د یوې کمیټې د جوړولو امر کړی دی.
 
خو د افغانستان د مالیې وزارت دا نه ده څرګنده کړې چې د ډبرو سکرو د صادراتو په بدل کې امریکايي ډالر ترلاسه کوي که پاکستانۍ کلدارې.
 


د مطلب کود: 254958

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254958/بهر-ته-د-افغانستان-ډبرو-سکرو-صادراتو-په-بیه-کې-۱۲۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com