کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشورتي جرګه د ښځو له شتون پرته د منلو وړ نه ده

8 سرطان 1401 ساعت 9:13

په کابل کې د ښځو د مدافع بنسټ مسوولینو د یوې غونډې په ترڅ کې د ښځو له شتون پرته د مشورتي جرګې پرېکړې او پرېکړې د نه منلو وړ او ناسمې وبللې او د اسلامي امارت له چارواکو یې وغوښتل، چې لویې جرګې ته دې ښځې هم را دعوت کړي.


آوا - کابل: پرون سه شنبه (سرطان ۷) د سولې او آزادۍ لپاره د افغان ښځو انسټیټیوټ د یوه خبری کنفرانس په ترڅ کې د اسلامی امارت په لویه جرګه کې د ښځو د نه ګډون په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
 
بي بي امري فدايي؛ د یاد بنسټ یوه غړي وویل: چې په اسلام کې د ښځې او نارینه حقوق مساوي دي او اسلامي امارت باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
 
فدايي زياته کړه، د ښځو د سياسي ګډون حق د بشري حقونو د اسلامي اعلاميې په ٢٣مه ماده کې تضمين شوى او د دې اعلاميې د حکمونو له مخې، نارينه او ښځې حق لري چې د هېواد په چارو کې په مستقيم او غير مستقيم ډول ګډون وکړي.
 
ددي په وینا اسلامي امارت باید ښځي هم مشورتي جرګې ته بلنه ورکړي ترڅو وکولای شي د هیواد د چارو او خپل سیاسي برخلیک په اړه پریکړه وکړي.
 
اغلې فدايي ټینګار وکړ؛ د جرګې پرېکړې د ښځو له شتون پرته عادلانه نه دي او افغان مېرمنې د خپل برخلیک په اړه په غیاب کې پرېکړې نه مني.
 
میر محمد طاها؛ د اسلامي امارت مشورتي جرګې ته رابلل شوي یو تن دیني عالم په دغه پروګرام کې وویل: چې د دولت په ټولو چارو کې باید د هیواد له بیلابیلو طبقو په ځانګړې توګه له ښځو سره مشوره وشي ځکه؛ ښځې د ټولنې نیمه برخه ده.
 
طاها زياته کړه: "په مشورتي جرګه کې به د هېواد پر اقتصاد، د خلکو پر پيوستون او د قومي تعصبونو د له منځه وړلو په اړه خبرې وشي." نوموړي د مشورتي جرګې د اجنډا په اړه نور څه ونه ويل.
 
د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو د انسټیټیوټ بله غړې ستاره سادات وايي، ښځې د اسلام په ټول تاریخ کې په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه لري.
 
سادات زياته کړه: "نور بايد د افغان مېرمنو د برخليک پرېکړه ونه کړي او هغوى قانوني او شرعي حق لري چې خپل برخليک په خپله وټاکي."
 
نوموړي د نجونو د ښوونځیو پر بیا پرانیستلو هم ټینګار وکړ، ویې ویل چې زده کړه د نجونو حق دی او اسلامي امارت باید د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
 
د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو انسټیټیوټ، مدني ټولنې او ښځو یو پریکړه لیک صادر کړ چې له اسلامي امارت یې وغوښتل چې په مشورتي جرګه کې ښځې شاملې کړي.
 
په پرېکړه ليک کې راغلي چې د ښځو په نه شتون کې د دې جرګې پرېکړې د نه منلو او د افغانستان د خلکو او ښځو پر وړاندې بې انصافي دي.
 
 پريکړه ليک له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې په دې مشورتي جرګه کې د مدني ټولنې د نارينه او ښځينه علماوو د معقول ګډون زمينه برابره کړي.
 
په پام کې ده چې سبا د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د دیني عالمانو په ګډون په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه شي.
 


د مطلب کود: 254960

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254960/مشورتي-جرګه-د-ښځو-له-شتون-پرته-منلو-وړ-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com