دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 254998
د فتنې د رامنځته کولو بله هڅه؛ یو ایرانی عسکر د وسله والو جنایتکارانو د برید په پایله کې وژل شوی، نه د اسلامی امارت!
په داسې حال کې چې د ۸ صبح ورځپاڼې په ګډون ځینو رسنیو چې د افغانستان او ایران په اړیکو کې د نویو ترینګلتیا د رامنځته کولو هڅه کوی، د ځینو نامعلومو سرچینو په حواله ویلی چې د اسلامی امارت د ځواکونو له خوا یو ایرانی پوله ساتونکی په ډزو وژل شوی دی. د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په یو خپره شوي اعلاميه کي ویلي؛ د ایران سرحدي ساتونکو له جنایتکارانو او وسله والو مجرمینو سره په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په نیمروز ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو هم له ایراني پوله ساتو سره هر ډول نښته رد کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: ۸صبح ورځپاڼې د ځینو نامعلومو سرچینو په حواله چي هدف يي د دوتړو هیوادونو تر منځ کړکیچ پیدا کول دي، خبر ورکړی چې طالبانو غوښتل د ایران د پوله ساتو ځواکونو لخوا د دوو افغان ځوانانو د وژل کیدو او ژوبل کیدو په خاطر نن سه شنبه(سرطان ۸) ایران ته ننوتل او د یو ساعت لپاره یې له ایراني پوله ساتونکو سره جګړه وکړه.
 
ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د نښتې په پایله کې د "محمد صیاد" په نوم یو ایرانی عسکر وژل شوی دی.
 
۸صبح په دوام لیکلي چې ایراني خبری آژانس هیرمند ږغ د دې جګړې په تړاو لیکلي یې دي چې طالبان د ایران پر خاوره د یرغل نیت لري.
 
خو د ایران د پولیسو د شهیدانو د خبری سایټ د خبر له مخې، د دغه ولایت په شمال کښې د سیستان او بلوچستان ولایتونو د پولو ساتونکو او د افغانستان له پولو سره په پوله کښې د سه شنبې په ورځ د سرطان د ۸مې نیټې په وروستیو ساعتونو کښې د سرحدی پولو د څارنې او کتنې په حال کښې رامنځته شوي چي د افغانستان له خاورې څخه وسله والو مخالفانو غوښتل چې د هیواد پر پولو یرغل وکړي، "د دوی ځواکمن شتون د دوی د تېښتې لامل شو، او اوس د ولایت په شمالي سرحدونو کې بشپړ امنیت تامین شوی دی."
 
د دغه رپوټ له مخې له بده مرغه په ​​دغه وسله واله نښته کښې یو ایرانی پوله ساتونکی«محمد صیاد» په ډزو سره شهید شوي.
 
په همدې حال کې په نیمروز ولایت کښې داسلامی امارت دوو چارواکو له فارس خبری اژانس سره په مرکه کښې د ایران داسلامی جمهوریت په خاوره کښې دغه حمله وغندله او د ایران او افغانستان ترمینځ یې هر ډول سرحدی نښتې رد کړې .
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي الهام د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو افغان غږ خبری آژانسزې رد کړې.
 
هغه وویل: "په افغانستان او ایران کې هیڅ ډول سرحدي تاوتریخوالی شتون نلري او دا خبرونه چې ایراني پوله ساتونکي له اسلامي امارت سره جګړه کړي، بې بنسټه دي."
 
د نیمروز ولایت یوه باخبره امنیتي چارواکي هم د اسلامي امارت د ځواکونو او ایراني ځواکونو ترمنځ د سرحدي نښتې په اړه افغان غږ خبری آژانسزې رد کړې.
 
نوموړي له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان په پولو کې هر ډول ناامني په کلکه وغندله او دا ډول کړنې يې د سيمې د امنيت پر ضد وبللې او د ټولو سرحدي هېوادونو د پولو پر امنیت ټينګار وکړ.
 
https://avapress.com/vdcco0qi42bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته