د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حافظ ضياء احمد تکل رسنيو ته ويلي، چې د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته تللى دى.
د بهرنیو چارو وزیر قطر ته ولاړ
8 سرطان 1401 ساعت 15:33
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حافظ ضياء احمد تکل رسنيو ته ويلي، چې د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته تللى دى.
آوا، د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، ټاکل شوې چې امیر خان متقي قطر ته د خپل سفر پر مهال له قطري او امریکايي چارواکو سره پر بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه چې په دغه سفر کې به د مالیې وزارت او د مرکزي بانک چارواکي هم د بهرنیو چارو له وزیر سره مل وي.
ښاغلي تکل زیاته کړه چې د پلاوي غړي به په قطر کې د امریکا له ځانګړي استازي او د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره په اقتصادي، بانکي او سیاسي مسایلو خبرې وکړي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت یوه پلاوي په دې وروستیو کې په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل.
د مطلب کود: 255004