افغان غږ خبری آژانس، د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، ټاکل شوې چې امیر خان متقي قطر ته د خپل سفر پر مهال له قطري او امریکايي چارواکو سره پر بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه چې په دغه سفر کې به د مالیې وزارت او د مرکزي بانک چارواکي هم د بهرنیو چارو له وزیر سره مل وي.
ښاغلي تکل زیاته کړه چې د پلاوي غړي به په قطر کې د امریکا له ځانګړي استازي او د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره په اقتصادي، بانکي او سیاسي مسایلو خبرې وکړي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت یوه پلاوي په دې وروستیو کې په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل.