کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخاب کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې متضاد راپورونه؛ خلک: لسګونه ملکي وګړي وژل شوي / چارواکي: ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی

8 سرطان 1401 ساعت 15:45

په بلخاب ولسوالۍ کې مشهورو سرچینو د ملکي خلکو نوملړ خپور کړی چې ښيي په یاده ولسوالۍ کې د جګړو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي، خو د اسلامي امارت چارواکو دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د بلخاب په نښته کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی. د مولوي مهدي وروستي خبرونه هم په ډاګه کوي چې نوموړی د بلخاب لرې غرونو ته تښتېدلی، خو د سرپل ولایت د امنیتي چارواکو په وینا تر محاصرې لاندې دی.


آوا - مزارشریف: په بلخاب کې د جګړې له پای ته رسېدو څلور ورځې وروسته، د دې ولسوالۍ باخبرو سرچینو د چهارشنبې په ورځ د آوا خبریال ته وویل: په بلخاب کې وضعیت نورمال شوی دی. ډیری خلک د غرونو څخه بیرته خپلو کورونو ته راستانه شوي او خپل ژوند ته دوام ورکوي.
 
سرچینې زیاته کړې: د اسلامي امارت مسؤلین هم هره ورځ خلک راټولوي او تبلیغات کوي، تر څو نورې کورنۍ هم بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي او په کرونده بوخت شي.
 
خو دوى وويل، چې د درې ورځنيو جګړو او د ولسوالۍ د نيولو په ترڅ کې پر مالي زيان سربېره لسګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
سرچينې زياته کړې، چې دا مهال د بلخاب ولسوالۍ خلکو ته کومه ځانګړې ستونزه نشته، په ولسوالۍ کې ګڼ سرتېري شته، خو له ملکي خلکو سره هېڅ تړاو نه لري او د مولوي مهدي اړوند کسان په لټه کې دي.
 
سرچينې چې په ياده ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو د لست په لېږلو سره آوا ته وويل: "په تېرو دوو ورځو کې د ٣٣ ملکي وګړو جسدونه پېژندل شوي او ښخ شوي دي، خو د ٢٢ نورو ملکي وګړو جسدونه لا هم نه دي پېژندلي او ښخ شوي."
 
دڅرګندونو له مخې: وژل شوي کسان د قلعه ګک، تخار، چلي، الترک، چنارک، بازار کهنه، شير قلعه، پارشان، ګلرز، خيله سياه ګک، ترخوج، دهنه، هوش، ګذره، لنګرد او توغي د کليو اوسېدونکي دي.
 
دوی ویلي چې په ډله ییزو هدیرو کې د وژل شویو ګڼو کسانو جسدونه د مشرانو منځګړتوب او د اسلامي امارت د والي په لیکلې اجازې سره خاورو ته سپارل شوي.
 
خو د سرپل ولایت حکومتي چارواکي په بلخاب کې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله ردوي.
د سرپل د امنیې قومندانۍ ویاند دین محمد نظري آوا ته وویل، «د ملکي وګړو وژنه یواځي درواغ او د افغانانو سره دښمني ده او دا حقیقت نه لري.» "خلک په امن کې ژوند کوي او د بلخاب د سقوط پر مهال ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی."
 
 نظري زياته کړه، چې د بلخاب د جګړې پر مهال پر بنسټونو د مرستو وېش بند شوى و او ډېر ژر به دغه بهير بېرته پيل شي.
 
هغه دا هم وايي چې مولوي مهدي د بلخاب لرې غرونو ته تښتېدلی، خو تر محاصرې لاندې دی.
 
په همدې حال کې په بامیان ولایت کې د اسلامي امارت د استخباراتو د پخواني رئیس مولوي مهدي مجاهد چې په اصل کې د بلخاب ولسوالۍ اوسیدونکی دی، ترمنځ له دوه میاشتني ترینګلتیا وروسته تېره پنجشنبه د دواړو لورو ترمنځ جګړه وشوه چې درې ورځې یې دوام وکړ. بالاخره د شنبې په ورځ د بلخاب په ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د عسکرو لخوا ونیول شول او مولوي مهدي د دې ولسوالۍ غرونو ته وتښتید او درې ورځنۍ جګړه پای ته ورسیده.
 
د مولوي مهدي او حکومت تر منځ د کړکېچ لامل تر اوسه نه دی معلوم، خو د بامیان ولایت د اسلامي امارت والي پرون په دغه ولایت کې د آوا له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل: چې دا مهال د خلکو لپاره د ستونزو او جګړو لامل ګرځي.
 
د مولوي عبدالله سرحدي په وینا، د بلخاب جګړه نه مذهبي جګړه ده او نه قومي جګړه، یوازې څو مغرضان مولوي مهدي ته ورغلل او هغه یې ګمراه کړ.
 
خو دغې جګړې یوازې د بلخاب یو شمېر کورنۍ د شاوخوا غرونو او د بامیان، بلخ او جوزجان ولایتونو ته بې ځایه کړې دي. د بلخاب له ګاونډیو ولایتونو بې ځایه شوې کورنۍ لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستنې شوې، خو د دې ولسوالۍ په غرونو کې بې ځایه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
 


د مطلب کود: 255005

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255005/بلخاب-کې-د-ملکي-وګړو-مرګ-ژوبلې-متضاد-راپورونه-خلک-لسګونه-وګړي-وژل-شوي-چارواکي-ته-کوم-زیان-نه-دی-اوښتی

آوا
  https://www.avapress.com