دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 255016
په تهران کې له ایران سره د سرحدي لانجې په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي خبرې
د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي ستونزو په دوام په ځانګړي ډول د سې شنبې په شپه د (سرطان ۷) د ایران پر پوله ساتونکو د ناپېژانده وسله والو برید او د دغه هېواد د یوه سرحدي ساتونکي د وژل کېدو په اړه پرون چهارشنبه د (سرطان ۸) د اسلامي امارت یو پلاوی د دغه هېواد له چارواکو سره په تهران کې د سرحدي لانجو په اړه بحث وکړل.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د دغه هیئت مشری د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امنیتی همکاریو او سرحدی چارو رئیس مولوی سعدالله بلوڅ کوله او د دفاع وزارت، انرژي او اوبو وزارت، بهرنیو چارو او سرحدونو غړي، توکمنو او قبایلو وزارتونو څخه ۱۴ تنه نور ورسره ملګری وه.
 
دغه پلاوی چې د سې شنبې په ورځ (د سرطان ۷) ایران ته رسیدلی او د وروستیو سرحدي پیشي څخه مخکي د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدونو د لوړولو د عالي کمیسیون په اوومه غونډه کې ګډون کړی دی.
 
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخي، ټاکل شوې په دې سرمشریزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېلې سرحدي ستونزې هوارې شي.
 
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني هم په تهران کې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سرحدي خبرو اترو پخلی کړی دی. نوموړي د سه شنبې په شپه له سرحدي نښتي وروسته له افغان حکومت څخه د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره د جدي اقدام غوښتنه وکړه. د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم له اسلامي امارت څخه ورته غوښتنه کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د هېواد د پولیسو د قومندان سردار رضايي په مشرۍ د ایران لوړپوړي پلاوي د ایران په تایباد سرحدي ولسوالۍ کې له افغان پلاوي سره کتلي وو او د دغو ناستو د دوام لپاره یې لومړنۍ موافقه شوې وه.
 
تر دې سفر مخکې او په تېرو اوونیو کې د افغانستان د انرژۍ او اوبو او بهرنیو چارو وزارتونو پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د لانجې په ځانګړې توګه د هلمند سیند د اوبو د حق د خوندیتوب په اړه د خبرو اترو لپاره تهران ته راغلی و.
په تېرو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د بېلابېلو ډیپلوماټیکو او متخصصو پلاویو بې شمېره سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د ستونزو او اختلافاتو د حل لپاره د خبرو او مذاکرو له لارې د هڅو ښکارندویي کوي. د دې بهیر ګړندیتوب به د افغانستان او ایران د ښو اړیکو پر وړاندې د هېوادونو د سرغړونو او د دښمنۍ د جریان مخه ونیسي.
 
https://avapress.com/vdcezn8wpjh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته