دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 255026
افغانستان د اسیا د تکواندو په سیالیو کې اووم مقام خپل کړ
افغان تکواندو ورزشکاران بیا هم وکولای شول چې د اسیا د تکواندو په سیالیو کې د ۵۰ نمرو په لرلو سره اووم مقام خپل کړي.
افغان غږ خبری آژانس، د افغان تکواندو ورزشکارانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان تکواندو ورزشکاران وتوانیدل چې د اسیا د تکواندو په سیالیو کې د ۵۰ نمرو په ترلاسه کولو سره اووم مقام خپل کړي.
 
محسن رضايي د اسیا د تکواندو په سیالیو کې؛ له منګولیا او جاپان څخه یې د خپلو سیالانو پر وړاندې بریا خپله کړه، خو له جنوبي کوریا څخه یې ماته ومنله.
 
علي اکبر امیري له خپل ایراني سیال څخه ماته وخوړه خو د ازبک سیال څخه لوبه وکټله او حسین لطفي هم له خپل ایراني سیال څخه ماته ومنله او کویټي سیال څخه ماتې وخوړه.
 
د اسيا د تکواندو د نارينه وو په سياليو کې ازبکستان د سرو زرو په څلورو مډالونو سره د اسيايي سياليو اتل شو.
 
د یادولو وړ ده چې نجیب الله سکندر؛ د افغانستان د تکواندو د ملي فدراسیون رئیس د اسیا د تکواندو سیالیو د غوره ریفري په توګه وپېژندل شو.
 
https://avapress.com/vdcf0td0vw6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته