کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان طبي مرستې او تجهیزات کابل ته راورسیدل

9 سرطان 1401 ساعت 10:12

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دفتر په خپله فیسبوک پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ۲۵ ټنه طبي تجهیزات کابل ته رسېدلي دي.


آوا، دغه سازمان تېره شپه (سرطان ۸) په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلی چې په دوبۍ کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لوژستیک مرکز څخه ۲۵ مټریک ټنه طبي توکي پرون کابل ته راورسېدل.
 
دغه کښتۍ د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې په موخه افغانستان ته لیږدول شوې ده.
 
د اعلامیې له مخې، په دې لیږدول شوي طبي توکو کې  نږدې ۴۰۰۰۰۰ خلکو لپاره چې د روغتیا پاملرنې خدماتو ته اړتیا لري کافي شمیر اړین درمل، د جراحي تجهیزات او نور حیاتي طبي توکي شامل دي.
 
بیانیه زیاتوي چې په دې توکو کې ۱۵۰۰ د تروما ناروغانو او د اسهال د شکمنې  پېښو لپاره ۲۷۵۰   مختلف دواوي شامل دي.
 


د مطلب کود: 255029

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255029/د-روغتیا-نړیوال-سازمان-طبي-مرستې-او-تجهیزات-کابل-ته-راورسیدل

آوا
  https://www.avapress.com