دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 255035
ولادیمیر پوتین: ناټو اته کاله مخکي پر روسیې د برید لپاره تیاری نیوله
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) له ۲۰۱۴ کال راهیسې له روسیې سره د مقابلې لپاره چمتووالی نیسي.
افغان غږ خبری آژانس، ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) له ۲۰۱۴ کال راهیسې له روسیې سره د مقابلې لپاره چمتووالی نیسي.

هغه ټینګار وکړ چې ناټو د امریکا د سیاستونو د پلي کولو یوه وسیله ده او پر اوکراین یې د جګړې د دوام غوښتنه وکړه چې د لویدیځ د اهدافو د ترلاسه کولو وسیله ده.
 
د روسیې ولسمشر د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې موږ د اوکراین له حکومت سره خبرې اترې کولې او پر ځینو مسایلو مو موافقه کړې وه، خو هغوی له خبرو څخه ووتل. موږ پوهیږو او باوري یو چې د لویدیځ لخوا د اوکراین څخه د جګړې د دوام غوښتنه دا ښیي چې د لویدیځ او ناټو هدف د اوکراین د خلکو د سولې ساتنه نه ده، بلکې دا چې لویدیځ او ناټو له دې ملت څخه د خپلو موخو د تعقیبولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
 
پوتین وویل: «لویدیځوال په نړۍ کې د خپل رول د ټینګولو او د خپلې امپراطورۍ د تسلط او اهدافو د ټینګولو لپاره له اوکراین څخه کار اخلي او موږ فکر نه کوو چې په دې کې کوم نوی شی دی، موږ له نړیوالې ټولنې سره عادی یو.
 
هغه په دوام کي وویل: د روسیې د "ځانګړو پوځي عملیاتو" وروستۍ موخه د ډونباس ازادول او د خپلو خلکو ملاتړ او د روسیې د امنیت لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کول دي او موږ نه غواړو چې د هغې د پلي کولو لپاره دقیقه نیټه وټاکو. موږ دا هم نه غواړو چې شخړې زیاتې شي، ځکه چې دا به د احتمالي زیان لامل شي. په دې اساس، موږ هڅه کوو چې لومړی د خپلو ځواکونو ژوند وژغورو.
 
پوتین دغه راز د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د کسپین د ساحلي سرمشریزې یوې خبري غونډې ته وویل؛ چې فنلنډ او سویډن ښايي له ناټو سره یو ځای شي او که د ناټو ځواکونه په فنلنډ او سویډن کې ځای پر ځای شي، روسیه به جدي غبرګون وښيي.
 
https://avapress.com/vdcfmtd0tw6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته