کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان پر افغانستان د لویدیځ د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده

9 سرطان 1401 ساعت 13:54

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پر افغان حکومت د بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې کار دوام به د دغه هېواد د اقتصاد د سقوط لامل شي.


آوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر په یوه مرکه کې خبرداری ورکړی، چې د اقتصاد له پلوه د افغانستان منزوي کول به د دغه هېواد د اقتصاد د سقوط لامل شي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالي وزیر له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې پر اسلامي امارت بندیزونه نرم کړي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان پر وړاندې د بهرنیو مرستو کمولو او بندیزونو د دغه هېواد بانکي نظام سخت کمزوری کړی دی.
 
رباني زیاته کړه: "که افغانستان له نړیوال بانکي سیستم بهر پاتې شي او په بهر کې یې شتمنۍ کنګل شي، په افغانستان کې به قحطي خپره شي."
 
د پاکستاني چارواکو په وینا لویدیځ د افغانستان پر جګړه درې تریلیون ډالره لګولي دي. خو نن لس ملیارده ډالر په افغانستان کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره نه لري او دا د پوهیدو وړ خبره ده.
 
وروسته له دې چې اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړ، امریکا د مرکزي بانک شاوخوا لس میلیارده ډالر د بهرنیو اسعارو زیرمې کنګل کړې او تر اوسه یې سرپرست حکومت ته د کارولو اجازه نه ده ورکړې.
 


د مطلب کود: 255052

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255052/پاکستان-پر-افغانستان-د-لویدیځ-بندیزونو-لیرې-کولو-غوښتنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com